ښاغلی اتمر د جمهور ریس د ملي امنیت سلاکار او ښاغلی رحیمي د ولسمشریز دفتر مشر وټاکل شو

د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، چې ولسمشراشرف غني احمدزي د بېلابېلو فرمانونوله مخې محمد حنیف اتمرد جمهورریس د ملي امنیت سلاکار او عبدالسلام رحیمي د خپل دفترمشرټاکلی دی.

د چارو ادارې مرستیال نجیب امین نن ازادۍ راډیوته وویل، چې د ولسمشردفتراو د چارو اداره سره یوځای شوي او عبدالسلام رحیمي به یې مشري کوي.

ولسمشراشرف غني احمدزي پرون د وفادارۍ لوړه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په حکومتي ادارو کې به پراخ اصلاحات راولي.