د امریکا متحده ایالاتو د هانګ کانګ له مشرانو څخه وروسته له هغې د حوصلې غوښتنه وکړه چې؛ د شخړوضد پولیسو د زرګونو ډموکراسۍ پلویو مظاهره کوونکو پرضد له اوښکې بهوونکي غازه کار واخیست.
د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست Josh Earnest د دوشنبې په ورځ وویل:
″واشنګټن، پیکنګ ته ویلي چې متحده ایالات د هانګ کانک په انتخاباتو کې د زده کوونکو او محصلانو د حق غوښتنې ملاتړ کوي.″
زده کوونکي د هانګ کانګ د ۲۰۱۷ م کال انتخاباتو کې د چېن د پلان پرضد مظاهرې کوي.
پیکنګ د اګست میاشت کې اعلان وکړ، چې د انتخاباتو لپاره کاندیدان باید د یوې کمیټې له خوا تائید شي.