IOM: تراوسه د مدیترانې سمندرله لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو له ۳۰۰۰ زیات کسان مړه شوي

د مهاجرت نړېوال سازمان (IOM) وایي، په روان کال کې تر اوسه د مدیترانې سمندرله لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو له دریو زرو زیات کسان مړه شوي دي.

دا سازمان چې له ملګروملتونو سره له نږدې کارکوي، د دوشنبې په ورځ یي وویل، د ۳۰۷۲ تنو مهاجرو دا مړینه د ۲۰۱۱ م کال په پرتله دوه برابره زیاته ده.

د مهاجرت د نړېوال سازمان دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی چې څو اوونۍ وړاندې یوه بیړۍ چې پنځه سوه کسان په کې سپاره وو، د مدیترانې سمندرکې ډوبه شوه.

په بیړۍ کې د سوریې، فلسطین او مصر د هېوادونو مهاجر سپاره وو او شاوخوا سل تنه یي کوچنیان وو.

له دغې پیښې څخه یولس تنه ژوندې پاته شوي کسان وایي، د دوي د سپرلۍ بیړۍ د انساني قاچاقاق وړونکو له خوا د مالتا په سواحلو کې په قصدي ډول ډوبه شوې ده.