المعلم: دمشق د تروریزم پرضد مبارزه کې له هرې نړېوالې هلې ځلې سره ولاړ دی

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته په نیویارک کې وویل، دمشق د تروریزم پرضد مبارزې له هرې نړېوالې هلې ځلې سره ولاړ دی.

المعلم د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې وویل، نړۍ باید د اسلامي دولت د وسله والو، النصره جبهې او له القاعده شبکې سره د نورو تړلو ډلو پرضد جګړې ته لومړیتوب ورکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو عمومي اسمبله کي له خبرو وروسته اسوشئتدپرس آژانس ته وویل، متحده ایالاتو دمشق ته په سوریه کې د هرې بمبارۍ خبر نه دی ورکړی. خو ده وویل:

″دا ښه ده، موږ د اسلامي دولت له وسله والو سره په جګړه کې یو، دوي هم له دې ډلې سره په جګړه کې دي.″

ولید المعلم دغه راز تائید کړه چې واشنګټن د سوریې په خاوره کې د اسلامي دولت د وسله والو پرهدفونو باندې له هوایي حملې څخه ۲۴ ساعته مخکې دمشق ته خبر ورکړی و.

روسیې او ایران تیره اوونۍ ویلي وو، چې د امریکا په مشرۍ دا هوایي بریدونه د نړېوالو قوانینو پرخلاف دي او باید چې د جمهور رئیس بشار الاسد د رژیم په غوښتنې د ملګرو ملتونو ترمنشور یا هدایت لاندې پرمخ یوړل شي.