کابل ښاریان د واک د لېږدل په هدف له نیول شویو امنیتي تدابیرو خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل په ښار کې نن د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په هدف جدي امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ښار ته اکثره غځیدلي سړکونه د موټرو پر مخ تړلي وو. که څه هم نوي ولسمشر ته د واک د انتقال مراسم د ارګ دننه جوړ شوي وو؛ خو له ارګه دباندې ټول سړکونه د امنیت د ټینګښتت په هدف د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.