د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې نن سهار وختي د وسله والو طالبانو له لوري د همدې ولسوالۍ په ودانۍ باندې موټر بم ځانمرګی بريد شوی دی او له هغه وروسته ځينې بريد کوونکي ودانۍ ته ننوتلي او جګړه روانه ده.
د پکتيا امنيتي چارواکي مني چې په ولسوالۍ يې بريد شوی دی خو د مرګ ژوبلې په اړه ډېر جزيات نه ورکوي او وايي چې وروسته له پلټنو به جزيات څرګند کړي.
د زرمت ولسوال کفتان اخلاص وايي چې؛ په ولسوالۍ کې يې پوليس او امنيتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه بوخت دي او دوی نه شي ويلای چې تر دې مهاله وضعيت څنګه دی.
په خبره يې چې لومړنی ځانمرګی بريد د ولسوالۍ په قراول کې شوی دی او ورپسې وسله وال ولسوالۍ ته ننوتلي چې د دوی له لوري له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.
ولسوال وايي چې تر دې مهاله يې درې تنه ټپي شوي دي او د وسلوالو شپږ تنه ځانمرګو بريدګرو جسدونه په ولسوالۍ کې پراته دي او د پېښې په اړه نور جزيات به وروسته ورکړي.
د دغه بريد مسوليت وسلوالو طالبانو منلی دی او وايي چې دوی سهار وختي د زرمت ولسوالۍ په بېلابېلو حکومتي تاسيساتو او ودانيو ډليز ځانمرګي بريدونه پيل کړي دي.
د وسلوالو طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی حکومتي چارواکو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده او وروسته له موټر بم ځانمرګي بريد څخه يې په وسلو سمبال ځانمرګي بريد کوونکي حکومتي کسانو سره په جګړه بوخت دي او د وينا پاڼې له مخې يې چې حکومتي چارواکو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.