د اوکراین چارواکو او روس پلوو بېلتونپالو خپل اسیران تبادله کړل

اوکرایني چارواکو او روس پلوو بېلتونپالو پرون د اوکراین په ختیځ کې اسیران تبادله کړل.

اوکرایني بېلتونپالو چې د دونېڅک ښار ځینې برخې یې په ولکه کې دي؛ پرون دېرش اوکرایني سرتېري د خپلو شپېتو وسله والو په بدل کې خوشې کړل.

د اسیرانو دا تبادله د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د استازو په حضور کې دونېڅک ته نژدې په یو کلي کې وشوه. له دې مخکې د دېرشو اوکرایني سرتېرو په بدل کې د دېرشو بېلتونپالو د تبادلې موافقه شوې وه؛ خو تراوسه روښانه نه ده چې، کییف ولې شپېته تنه بېلتونپال د دېرشو سرتېرو په بدل کې خوشې کړل.

پرونی اقدام د اوربند لپاره د هغه توافق یوه برخه ده چې؛ د کییف او بېلتونپالو ترمینځ د سپټمبر په پنځمه نېټه په منسک کې لاسلیک شو.