مشرانوجرګه: نوی حکومت دې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون ژر لاسلیک کړي

د افغانستان مشرانو جرګې د افغانستان د راتلونکي نوي حکومته وغوښتل چې د امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي او دفاعي تړون ژرترژره لاسلیک کړي.

د دې جرګې غړو نن په خپلې عمومي غونډې کې وویل، چې دغه تړون د خلکو لپاره ډیرمهم دی او باید د افغانستان او امریکا د جمهورو ریسانو ترمنځ لاسلیک شي.

دوی زیاته کړه چې؛ افغان حکومت باید د دغه تړون څخه سمه استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د افغانستان منتخب جمهوررییس اشرف غني احمدزي ویلي وو چې؛ د لوړې تر مراسمو وروسته به دغه تړون لاسلیک کړي.