جورج کلوني له بريتانوۍ وکيلې امل علم الدين سره د ايټاليا په وَنيز کې واده وکړ

د هاليووډ د سينما وتلي لوبغاړي جورج کلوني له بريتانوۍ وکيلې امل علم الدين سره د ايټاليا په وَنيز کې واده وکړ.

مېرمن علم الدين په اصل کې د لبنان ده.

د کلوني وياند تاييد کړه چې دغه واده پرون شوى دى.

ټاکل شوې وه د کلوني او علم الدين د واده مراسم د وَنيز په يوه سالون کې چې د څوارلسمې پېړۍ د مهال ده- وشي، خو دا لاڅرګنده نه ده دغه مراسم به ترسره شي که نه.