په غور ولایت کې د سیمه ییزې ادارې چارواکو، د مدني بنسټونو فعالانو او د سیمې لسګونو اوسیدونکو د افغانستان له راتلونکې ولسمشره وغوښتل چې د دې ولایت ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په غورکې په دې اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د غور د ملي امنیت ریس او د دې ولایت سرپرست محمد حنیف نورستاني وویل، په تیرو دیارلس کلونو کې غور هیرشوی دی. د نوموړي په وینا نوی ولسمشرباید د دې ولایت د خلکو ستونزو جدي پام واړوي.
د غونډې ګډونوالو په یوه پریکړه لیک کې خپلې غوښتنې بیان او نوې حکومت ته یې د بریا غوښتنه کړې.
متوازن انکشاف، د سړکونو پخول او د بريښنا د بند جوړول د غور د خلکو له مهمو غوښتنو څخه دي.