ډیمپسي: هیله ده د داعش پر ضد ټینګه او دوامداره مبارزه وشي

د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې رییس جنرال مارټین ډیمپسي وویل؛ هیله من دی چې، د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پر ضد ټینګه او دوام داره مبارزه وشي:

"زموږ د ايتلاف له خوا بريدونه داعش ته دا څرګندوي چې؛ دوی په سوريه کې هيڅ خوندي ځایونه نه لري.

زموږ هدفي بريدونه په سوريه کې د داعش قومنده او کنترول ګډوډوي او د دوی لوژيستکي توانونه او تاسيسات له منځه وړي او په عراق کې زموږ عراقي ملګري قوي کوي چې؛ د ترورستانو پر ضد بيرته کار وکړي."

ده زیاته کړه، په سوریه کې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره چې د اسلامي دولت د وسله والو تر واک لاندې دي؛ د مخالفانو د یوه دولس یا پنځلس زره کسیزه ځواک چې لویدیځ یې ملاتړ وکړي؛ اړتیا لیدل کیږي.

په عین حال کي د عراق ولسمشر فواد معصوم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پرمهال په خپل هیواد کي د اسلامي دولت د وسله والو پرضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف جوړیدل وستایل.

د عراق جمهور رییس د دغې بنسټ پالې ډلې پرضد د زیاتې سیمه يیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

بریتانیا، بلجیم او ډنمارک هم د جمعې په ورځ د اسلامي دولت پرضد په ایتلاف کې شامل شول.