د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت وايي؛ په بیلابیلو ولایتونو کې يې پنځه پنځوس تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولې دي.
د دغه معینیت په یوه اعلامیه کې راغلي چې؛ د تېرې یوې اوونۍ په عملیاتو کې یې څه باندې دیارلس کیلوګرامه هیرویین او یوه زیاته اندازه تریاک؛ چرس او الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي.
په اعلامیه کې راغلې چې؛ په روانه اوونۍ کې هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو پر ضد عملیات پیل شوي دي.