ولسمشر کرزی د خپلې واکمنۍ څه ډول میراث په ځای پریږدي؟

د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې یواځې یو مشر حامد کرزی پیژندلی. هغه د جمهوري ریاست له دوو ستونزمنو او جنجالی دورو وروسته اوس په سوله ییزه توګه واک پریږدي.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانانو په ژوند کې څه بدلون راغلی؟

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخوانی مشر امرالله صالح چې پر حامد کرزي یې په زغرده نیوکې کړي؛ وايي چې، جمهور رییس کرزی د خپلې واکمني د دوران درې بیلابیلې مرحلې لري.

حامد کرزی له ۲۰۰۱ کاله تر۲۰۰۴ کاله پورې یو اتل ګڼل کیږي. له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پورې یې د یوه زیرک سیاستوال په توګه د خپل واک د بنسټ د ټینګولو کوشش وکړ او د صالح په وینا، د تفرقه واچوه حکومت وکړه؛ سیاست ته یې مخه کړه او د حکومت له منابعو، خپل مشروعیت او نړیوال حمایت څخه په استفاده یې خپل ځان ته یوه دایره جوړ کړ.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر امرالله صالح په دې باور دی چې؛ جمهور رییس حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې خپل رول د یوې ډلې تر مشرتابه محدود کړ او په ځای د دې چې د واک د یوه ویاړمن انتقال زمینه برابره کړي؛ د صالح په وینا، قومي ګټو ته یې ډیره پاملرنه وکړه.

نادر نادري، د بشري حقوقو وتلی مدافع او د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې مشر هم په دې باور دی چې؛ جمهور رییس کرزی د خپلې واکمنی یو مختلط میراث په ځای پریږدي.

هغه وایي، سره له دې چې ځینې کسان د یوې ستونزمنې راتلونکي اټکل کوي؛ خو هغه پریشاني چې له انتخاباتو وروسته رامینځ ته شوه مخکې یې اټکل شوی و:

"هغه څه چې زه یې د حامد کرزي د واکمني منندوی یم؛ دا دي چې، سره له هغو مهمو او ستونزمنو فعالیتونو چې ما په تېرو کلونو کې وکړل؛ خو هیڅ کله هم د جمهور رییس له خوا د مستقیمو فزیکي عواقبو سره مخامخ نه شوم. البته هغه ته نژدې کسانو او ډېرو لویو چارواکو اندیښنې راته پيدا کولې او زه یې ګواښلم؛ خو په مجموع کې رامینځ ته شوې فضا په حکومت باندې د افرادو انتقاد ته زمینه برابره کړې وه. زه شخصاً مختلطه تجربه لرم."

نادر نادري په دې باور دی چې؛ افغانستان د واکمنۍ په سوله ییز انتقال سره د قانون د حاکمیت لور ته استوار او تدریجي ګامونه اخلي.

رویاء محبوب په هرات کې د "سیټادیل" د کمپنۍ مشره په ټول افغانستان کې د ګوتو په شمار هغو ښځو څخه ده چې؛ نورو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

د سافټ ویر دغه کمپنۍ چې دولتي ادارو او خصوصي موسسو ته خدمات وړاندې کوي؛ اکثریت کارکوونکي یې ښځې دي.

ټایم مجلې تیرکال میرمن محبوب د نړۍ د سلو نفوذ لرونکو شخصیتونو په کتار کې معرفي کړه.

میرمن محبوب په دې باور ده چې؛ حامد کرزي د خپلې واکمنۍ یو مثبت میراث په ځای پریږدي:

"جمهور رییس کرزی یو مثبت یادګار په ځای پریږدي. زه یې د ولسواکۍ پلار ګڼم. هغه د هېواد لومړی مشر دی چې؛ واک په سوله ییزه توګه راتلونکي ولسمشر ته پریږدي. خو بیاهم کیدای شو چې، له دې یې نورهم ښه کارونه کړی وای.

په تیرو دولسو کلونو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو افغانستان د خپلې پاملرنې په مرکز کې درلوده. خو د تاسف ځای دی چې؛ موږ له دغه فرصته ښه استفاده ونه کړه. موږ له مثبتو اړخونو باید سترګې پټې نه کړو؛ خو د لا ډیرو لاس ته راوړنو امکانات وو؛ شاید د پنځه ځله زیاتو لاس ته راوړنو امکانات؛ که هغه بهتر ټیم او پلانونه لرلای؛ نو نن ورځ به موږ یو بل افغانستان درلودای."

میرمن محبوب زیاتوي چې، جمهور رییس کرزي قومي تربګنی کمه کړه او ټول قومونه یې په یوه دولت کې سره غونډ کړل.

دا وايي چې، جمهور رییس کرزي داسې ولسواکي او د بیان آزادي مروج کړه چې؛ پخوا یې په هېواد کې مثال نه و لیدل شوی. د ښوونې او روزنې، روغتیايي خدماتو او د رسنیو په آزادي کې هم لاس ته راوړنې لري.

میرمن محبوب باورکوي چې، افغانستان د یوې روښانې راتلونکې په لور ګامونه اخلي.

د کندهار د ولایتي شورا مشر آغا لالی دستګیري په کوم سیاسي ګوند پورې ارتباط نه لري. هغه هم په دې باور دی چې؛ حامد کرزی د خپلې واکمنۍ یو مثبت میراث لري:

"جمهور رییس کرزي د ملي یووالي لپاره سختې هلې ځلې وکړې. د هغه دزیارونو او خبرو په ترځ کې طالبانو دیارلس کاله پخوا قندهار په سوله ییزه توګه خلکو ته وسپاره. که چېرې د هغه زیارونه نه وای؛ احتمال و چې، سخت جنګ او د مرګ ژوبله وشي.

پخوا په افغانستان کې ډیر جنګونه شوي. حامد کرزي له نورو ولایتونو او قومونو سره کار وکړ او ملي یووالی یې ټینګ کړ او سوله یې راوستله. نړیوال فشارونه وو، خو هغه ابتکارونه چې هغه د فشارونو سره سره وکړل پرمختګ او ملي وحدت یې رامینځ ته کړ."

آغا لالی دستګیری هم د ښوونې او روزنې او روغتیایي خدماتو په بهتروالي او د امنیتي ځواکونو په تاسیس او د دولت د زیربنا په رغونه کې د حامد کرزي لاس ته راوړنې ستايي.