ولسمشرحامدکرزی وايي چې، د نوي حکومت د کار له پیل وروسته به د متقاعد ولسمشر په توګه په افغانستان کې ژوند وکړي.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې ښاغلي کرزي دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې؛ د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د مشرانو په ګډون پرون په ارګ کې جوړه شوې وه.
په دې کتنه کې ښاغلي کرزي د هېواد له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې؛ له راتلونکي حکومت سره ګډې هڅې او ګډ کار وکړي.
په دې کتنه کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو مشرانو د حامدکرزي د تېرو دیارلسو کلونو هڅې وستایلې او د دفاع وزیر بسم الله محمدي ښاغلی کرزی د ملي اردو بنسټ ایښودونکی وباله.
ټاکل شوې چې ولسمشرکرزی د راروانې دوشنبې په ورځ رسماً د چارو واګې منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاري.