عبدالله: د دواړو ټیمونو یو ځای کیدل په دی معنا نه دی چې هېواد دی وویشل شي

عبدالله عبدالله چې ټاکل شوې د ملي وحدت په حکومت کې اجرایوي ریس شي، وایې د دواړو ټیمونو یو ځای کیدل په دی معنا نه دی چې هېواد دی وویشل شي.

ښاغلي عبدالله چې نن له غرمې مخکې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، چې د دواړو ټیمونو د یوځای کیدوهدف د افغانستان د خلکو د یووالي او ثبات ساتنه ده.

عبدالله د ښاغلي کرزي د تیرو دیارلس کلنو فعالیتونو ستاینه هم وکړه او وېې ویل، سره له دې، چې په ځینو مسایلو کې یې له کرزي سره اختلاف نظر درلود، خو زیاته یې کړه، چې دې حکومت په سختو حالاتو کې مهم کارونه وکړل.

نوموړي وویل، چې د سولې ټینګښت، له فساد سره مبارزه، د قانون د حاکمیت پیاوړتیا، ښه حکومتداري او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا به د ملي وحدت حکومت په لومړیتوبونو کې وي.