بارک اوباما نن د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما نن د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوي او دا په داسې حال کې ده چې؛ متحده ایالاتو د یوه نړیوال ایتلاف په مشرۍ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد هوایي عملیات پیل کړي دي.

په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والو پر هدفونو له څو اونیو هوایي بریدونو وروسته؛ جمهور رییس اوباما د سپټمبر په ۲۲ مه پوځي عملیات سوریې ته هم پراخ کړل او په ایتلاف کې یې عربي هیوادونه شامل کړي دي.

جمهوررییس اوباما د عملیاتو په اړه وویل:

"تېره شپه د امریکا وسله والو ځواکونو زما په امر په سوریه کې د اسلامي دولت پرهدفونو حملې وکړې. د امریکا خلکو نن د پیلوټانو په ګډون چې په پوره جرئت او مسلکي ډول یې ماموریت پر مخ یوړ؛ د خپلو ښځینه او نارینه پوځیانو د فوق العاده خدمت مننه وکړه.

موږ له دغه عالي پوځ څخه چې په نړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی؛ همدا تمه درلوده."

د امریکا حکومتي چارواکي وایي؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې به د جمهور رییس اوباما د خبرو اصلې تمرکز په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو زیاتیدونکې پوځي ونډې وي.

مقامات وایي، جمهور رییس اوباما به دغه راز د اوکراین د ختیځ د شخړې او د ایبولا وایرس د ستونزې د حل لپاره د یوه نړیوال عمل د تحرک په اړه هم خبرې وکړې.

د امریکا جمهور رییس به نن د عراق له نوی صدراعظم حیدر العبادي سره یو په یو خبرې وکړي.