چارواکي وایي، د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې د آیساف ځواکونو په هوايي برید کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او درې ټپيان دي.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسوول ادریس مومند آزادي راډيو ته وویل؛ چې دغه برید پرون د یادې ولسوالۍ په مرکې خیلو سیمه کې شوی او په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو پوځي مسوول هم شامل دی.
د یو بل خبر له مخې، د کندز امنیتي مسولین وایي، په دغه ولایت کې یې د یوې سترې چاودنې مخه نیولې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني نن آزادی راډيو ته وویل؛ چې پولیسو تیره شپه ناوخته په چاودیدونکو موادو بار یو موټر چې غوښتل يې د کندز ښار ته ننوځي؛ ونیو.
ښاغلی حسیني وایي، د دغه پيک اپ ډوله موټر ډریور تر پيژندل کېدو وروسته د تیښتي هڅه وکړه؛ خو د پولیسو په ډزو ټپي شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.