په اذربایجان کې ۲۶ شکمن قفقازیان نیول شوي دي

د اذربایجان چارواکي وایي چې؛ دوی د قفقاز سیمې شپږ ویشت کسان نیولې دي چې؛ شک پرې کیږي چې، دوی په سوریې او پاکستان کې له وسله والو سره یوځای کیدل.

اذربایجان چې د امریکا متحد دی وایي چې؛ دا کسان پرون ونیول شول.

د اذربایجان د ملي امنیت وزارت وایي؛ نیول شوي کسان د غیرقانوني وسلو په کاروبار، د وسلو او مهماتو په قاچاق او یو شمیر نورو تورونو تورن شوې دي.

دا کسان وروسته تر دې نیول شوې دي چې؛ اذربایجان ته بېرته تللي وو.

که دا کسان مجرم وپیژندل شي؛ د اذربایجان له قانون سره سم به له شلو کلونو تر عمري بند پورې محکوم شي.

د راپورونو له مخې په سوریې کې تر اوسه تر سلو ډیر اذربایجانیان د وسله والو په ملاتړ په جګړو کې وژل شوې دي.