ولسمشرحامد کرزي، چې د واک موده یي مخ په ختمیدو ده وویل، چې د راتلونکې پنجشنبې یا جمعې په ورځ به له ارګه کډه وکړي.
ښاغلي کرزي نن له دولتي چارواکو سره د مخه ښې په غونډه کې وویل، چې د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ به په رسمي توګه واک هم نوي منتخب ولسمشر اشرف غني ته وسپاري.
ښاغلي کرزي وویل، چې له ارګه به له وتو وروسته د نورو عادي افغانانو په څیرپه کابل کې ژوند وکړي.
نوموړي د غونډې پر برخوالو ږغ وکړ چې د نوي ولسمشر او حکومت سره په پوره وفادري مرسته وکړي.