د افغانستان د منتخب ولسمشر داکتر اشرف غني احمدزي ویاند وايي، چې د لوړې ترمراسمو وروسته به د نوي کابیني پر جوړیدو کار پیل کړي.
د ډاکتراشرف غني احمدزی ویاند طاهر زهیر نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کابیني د تشکیل پرمهال به له وړتیا او اهلیت پرته نورمعیارونه په پام کې ونه نیسي.
ټاکل شوې د نوي ولسمشرد لوړې مراسم د دوشنې په ورځ ترسره شي.