کونړ: د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي

په کونړکې د نړېوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه حمله نن غرمه یوه بجه د غازي اباد ولسوالۍ په هیلګل په سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې؛ د دوی د معلوماتوله مخې وژل شوي د وسله والو طالبانو مهم غړي دي.

بل خوا وسله والو طالبان وايي چې؛ وژل شوي د دوی ملګري نه بلکې ملکي وګړي دي.