حامدکرزی: په افغانستان کې تیرانتخابات په بشپړه توګه ملي وو

حامد کرزی وايي چې؛ په افغانستان کې تیرانتخابات په بشپړه توګه ملي وو او ټولو افغانانو د قوم او سمت پالنې پرته د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه.

ولسمشرحامد کرزی چې نن یي په ارګ کې له دولتي چارواکو سره د مخه ښي په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې دواړه کاندیدان به له ستونزو پرته په بریالیتوب خپل کارونه پر مخ یوسي:

″بې غمه ژوند وکړئ، بې غمه خپل ژوند، کار او خواري وکړﺉ، څوک چې زموږ په منځ کې مامور دی خپل ماموریت دې وکړي، څوک چې سوداګر دی خپل سوداګري دې وکړي، بزګر دې خپل ځمکې دې جوړې کړي ملت دې ډوډۍ راوړي.

زموږ اولادونه دې درس ولولي، په دې خاوره کې د اتفاق او د راتلوونکي په لورله حرکت پرته بل هیڅ شی نشته.″

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د هېواد انتخاباتو ټولې نړۍ ته وښودله چې افغانان یو موټی او نه جلاکیدونکي ولس دی.

ټاکل شوې د افغانستان منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړی او په خپل کارپیل وکړي.