د چين يوې محکمې په دې هېواد کې د اويغوراقليت اړوند يوه عالم ته د عمري بند سزا واوروله. دا عالم د اويغور مسلمانانو د اقليت اړوند وګړو د حقونو ملاتړی دی.
الهام توهتي په بيجنګ کې د پوهنتون پخوانی استاد او په لويديځ شين جينانګ سيمه کې د چين د پاليسيو مخالف دی.
مخکې ښاغلی توهتي د سيمه يېزمرکز اورومچې په محکمه کې بې ګناه ثابته شوی وو.
د حکومت مخالفين وايي چې؛ توهتي ته د ټول ژوند د بند سزا به په شين جيانګ کې کړکېچ رامنځته کړي. په شين جيانګ کې شااوخوا اته میليونه اويغور مسلمانان اوسي.
د توهتي وکيل، لي فېن پنګ Li Fanping وويل چې؛ دی به ضرور بلې محکمې ته مراجعه وکړي.
توهتي په شين جيانګ کې د چين د حکومت د له منځه وړلو لپاره په فعاليتونو هم تورن دی.
د دې ځای اويغور وګړي د حکومت له چلنده له پخوا ډېر شکايت لري.
توهتي، چې د چين د حان ټولنې سره هم اړوند دی، د روان کال د جنوري په مياشت کې له خپلو اوو شاګردانو سره يوځای ونيول شو.
امريکا او اروپايي ټولنې د توهتي د راخوشې کولو غوښتنه کړې ده.