دفاع وزارت: په هرات کې د ملي اردو دوه سرتیري له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې تیره شپه په هرات ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د وسله والو طالبانو په حمله کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پېښه تیره شپه په کشک رباط سنګی ولسوالۍ کې شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د یادې حملې پر مهال د ملي اردو ۸ نور سرتیري لا درکه شوي دي.