کندز: د وسله والو طالبانو په کمین کې دوه وسله وال غله وژل شوي او یو یي نیول شوی دی

په کندز کې د وسله والو طالبانو په کمین کې دوه وسله وال غله وژل شوي او یو یي نیول شوی دی.

د دې ولایت د دښت ارچي ولسوال نصرالدین نظري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پېښه تیره شپه د دې ولسوالۍ د چهارکوتل په سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې؛ وژل شوي غله له ډیرو وختونه همدې سیمي ته د خلکو د لوټولو په نیت را ووتل چې د دوی ترتعقیب لاندې هم وو.

وسله والو طالبانو هم په دغه سیمه کې د دوو وسله والو غلو د وژل کیدو او یوه د نیول کیدو پیښه تایيد کړې ده.

د یوبل خبرله مخې تیره ورځ ناوخته د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د واکسین د عامه پوهاوي د ټیم مشر فضل الرحمان د ناڅرګندو وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.

د دې ولایته امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې فضل الرحمان د وټه پورولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه شمېر وسله والو له خوا چې د ملي اردو یونیفورم یي په تن وو وژل شوی دی.

تردا مهاله د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.