ضمیرکابلوف وايي، په افغانستان کې د ملي یووالي جوړیدونکی حکومت به اوږد عمر ولري

د افغانستان لپاره د روسیي ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، په افغانستان کې د ملي یووالي جوړیدونکی حکومت به اوږد عمر ولري ځکه د ده په وینا په واک کې د شریکو خواوو ترمنځ لوی سیاسي اختلاف نه شته.

د اینټرفاکس خبري اژانس د کابلوف له خولې وايي چې؛ د ولسمشرۍ د څوکۍ د دواړو پخوانیو کاندیدانو مخکنیو ویناوو ته په پام د دوی ترمنځ د ځايي ستونزو د هواري په برخه کې بنیادي اختلاف نه شته او د نوموړي په وینا کولای شي یو پیاوړی حکومت جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې دې ځانګړي استازي زیاته کړې، دا سمه ده چې خلک د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه ډیرې پوښتنې لري او دا به خپل اغیز ولري. خو اړتیا دا ده چې افغان مخکې ولاړ شي.

د ضمیرکابلوف په وینا انتخابات مهم دي، خو اوس افغانانو او حکومت ته دا مهم څه نه دي دوی باید په خپل هېواد کې د سولې او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره شریک کار وکړي.

د یادونې وړده چې تلونکي ولسمشرحامد کرزي له روسیې سره تودې اړیکې پاللې او هیله یې ښودلې چې نوی افغان ولسمشربه هم له روسیې سره ښې اړیکې ولري.