کونړ: د پاکستان له خوا په را توغول شوو توغندیو کې تیره شپه دوه میرمنې ټپیانې شوي دي

د کونړچارواکي وایي، چې په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په را توغول شوو توغندیو کې تیره شپه دوه میرمنې ټپیانې شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ مرستیال عبدالقادر امید نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تیرې شپې په ترڅ کې د پاکستان له خوا د دانګام ولسوالۍ په اړوندو سیمو ۲۳ توغندي لګیدلي دي.

نوموړي وویل، چې د روان کال له پیله تر دې مهاله نژدې 7 زره توغندي د افغانستان په ختیځو ولایتونو ویشتل شوي چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.