د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسیس البانيا ته ورسېد

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسیس په یو ورځني سفر البانيا ته ورسېد.

په دغه هېواد کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي؛ د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د ګواښونو له کبله کلک امنیتي تدابير نيول شوي دي.

تمه کېږي، پاپ البانيا چې توندلاری کمونیستي رژیم په کې ړنګ شوی او پر مذهب په کې بندیز لګېدلی و؛ د ګډو مذهبونو د هماهنګۍ د ماډل په توګه ياد کړي.

که څه هم د واتيکان چارواکو د امنیتي تدابيرو د برابرولو خپره نه ده کړې؛ خو د البانيا د کورنیو چارو وزارت بيا د خوندیتوب د زياتولو او د سرحدي ګزمې د شديدولو ژمنه کړې ده.

دا له ايټاليا دباندې یوه اروپايي هېواد ته دا د پاپ لومړی سفر دی.

د البانيا لس فیصده اوسېدونکی کاتوليک عيسویان دي.