د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مرستیال وايي؛ چې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو ورستۍ نتیجه به نن اعلان شي.
د دې کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي آزادۍ راډیو ته وویل:" نن نتیجه اعلانوو اوس کمیسیون جلسه لري؛ تر څو د اعلان د وخت په اړه تصمیم ونیسي."
تر دې مخکې د انتخاباتو د بهیر ځینو څارونکو ویلي وو؛ که چېرې د انتخاباتو کمیسیون د دواړو کاندیدانو ترتوافق مخکې د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي؛ هېواد به د یوه نوي کړکیچ سره مخامخ کړي.