د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې یوه ۳۰ کلنه میرمن او اوه میاشتنی ماشوم یې د ګاونډي له خوا په ډزو وژل شوې ده.
د اندراب ولسوال عبدالولي حمیدي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه پېښه تیره شپه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې، د دغې پېښې سره د تړوا په تور ۳ تنه نیول شوی دي.
د یوه بل خبر له مخې، تیره شپه د بغلان په "کیله ګي" زندان کې یوه ۲۲ کلن زنداني ځان وژنه کړې.
د دې ولایت د امنیت امر عبدالرشید آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه زنداني د تېرو ۲ نیمو کلونو راپدېخوا دغه زندان کې بندي و.
نوموړي زیاته کړه چې، د وژل شوی زنداني د وژل کېدو لامل معلوم نه دی.