قوقندي: په افغانستان کې د لاسي صنایعو ریاست بېرته پرانیستل کیږي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي؛ ټاکل شوې چې په هېواد کې د لاسي صنایعو څخه د ملاتړ ریاست چې شاوخوا دولس کاله وړاندې لغو شوی و؛ بېرته افتتاح کړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن آزادی راډیوته وویل؛ دغه ریاست به په ځانکړې توګه د ښځو لاسي تولیداتو ته بازار موندنه وکړي او له دوی سره به د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې د ستونزو په هوارۍ کې هم مرسته وکړي.

د ښاغلي قوقندي په خبره له دغه کار څخه د دوی هدف د ښځو کورنۍ اقتصاد پیاوړې کول او په هیواد کې لاسي صنایعو ته وده ورکول دي:

"په لومړي ګام کې زموږ هدف د ښځو او د دوی د اقتصادي وضعیت څخه ملاتړ دی؛ چې په ډاډ سره دغه ریاست د ښځو د کاري ظرفیتونو د لوړلو او د دوی د محصولاتو لپاره د بازار موندنې او د افغانو ښځو چې د ټولني مهمه برخه جوړوي؛ د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کي مهم رول لري."

د ښاغلي قوقندي په خبره دغه ریاست به وکولای شي؛ د ښځو څخه د ملاتړ د بنسټونو سره په همکارۍ د ښځو لاسي صنایعوته بازارموندنه وکړي؛ تر څو دوی خپله د خپلې ګټې په لاس ته راوړلو کې برخه ولري.

دغه ریاست پرانستنه، چې ټاکل شوې وه نن وشي، د رخصتۍ له امله سبا ته وځنډیده.