زهیر: د دوو کانديدانو ترمنځ تقريباً ټول اختلافات حل شوي

د دوام او بدلون ټيم وايي چې؛ د دوو کانديدانو ترمنځ تقريباً ټول اختلافات حل شوي او ممکن دواړه خواوې نن وروستۍ موافقه لاسليک کړي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون د انتخاباتي ټيم يوه ويندوي طاهر زهير ازادي راډيو ته وويل، دواړه انتخاباتي ټيمونه هيله لري چې نن به پاتې کوچني اختلافات هم حل کړي او نهايي موافقه به لاسليک کړي.

پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پر له پسې دوهمې ورځې په مخه له عبدالله عبدالله او د هغه له مشرتابه شورا سره ټېلفوني خبرې وکړې.

ښاغلي کري له خبرو وروسته د عبدالله عبدالله د انتخباتي ټيم يوه مسوول وويل چې؛ د امريکا د بهرنيو چارو وزير خبرو مرسته وکړه چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم د غړيو دريځونه نرم شي.