یان کوبیش: د افغانستان لپاره د ملي يووالي تر حکومت ښه لار نشته

په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي امنيت شورا ته په خپل راپورکې وويل، چې د افغانستان لپاره د ملي يووالي تر حکومت ښه لار نشته.

يان کوبيش، چې د پنجشنبې په ورځ د ويديو کنفرانس له لارې له کابل څخه د امنيت شورا غونډې ته راپور وړاندې کاوه، خبرداري ورکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کانديدان بايد په يوه يا دوو ورځو کې د ملي يووالي پر حکومت جوړجاړي وکړي څو هيواد د کړکېچ له خطره وژغوري.

ملګروملتو د افغانستان د درغلۍ د تورونو د څېړلو لپاره د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رايو په تفتيش کې رول ولوباوه.

ټاکل شوې ده چې د دغه تفتيش پر اساس د انتخاباتو نتيجه ژر اعلان شي.