"په کابل کې د اتو ښځینه لوبډلو ترمنځ د والیبال یو ورځنۍ سیالۍ پيل شوې"

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د والیبال فدراسیون مشر یونس پوپلزي ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو سیالیو هدف دادی،چې د والیبال ملي لوبډلې ته شپاړس ښځینه لوبغاړې غوره شي. نوموړي وویل، چې غوره کیدونکې شپاړس لوبغاړې به په راتلونکې دسمبرمیاشت کې په نیپال کې د والیبال په سیالیو کې برخه واخلي.