د ایران د بهرنیو چارو وزیر له کاترین اشټن سره په نیویارک کې وګوري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف غواړي د نړۍ له شپږو طاقتونو سره د تهران له رسمي خبرو مخکې نن د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کاترین اشټن سره په نیویارک کې وګوري.

د ظریف ویاند وویل، دواړه مشران به نن کاري غرمه ولري.

د اشټن ویانده وایي، د سپتمبر په ۱۹ د تهران او شپږو طاقتونو د استازو له غونډې مخکې به د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنګ کې نورې خبرې وشي.

اشټن د شپږو نړېوالو طاقتونو امریکا، روسیې، فرانسې، چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني د مرکچیانو مشري کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شوری پنځه دائیمي غړي او جرمني له تهرانه غواړي د یورانیمو غني کولو په څیر، هستوي فعالیتونه باید کم کړي، ترڅو اټمي وسلې تولید نه کړای شي.

ایران چې د اټمي وسلو د تولید تورونه ردوي، غواړي چې د ملګرو ملتونو او لویدیځو هېوادونو له خوا لګول شوي بندیزونه ورڅخه لري شي.