قوقندي: د انتخاباتو د لانجو د اوږدوالي له امله د حیرتان بندرعواید دیرش سلنه کم شوي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، د انتخاباتو د لانجو د اوږدوالي له امله د حیرتان بندرعواید دیرش سلنه کم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادۍ راډیو ته وویل، د دغه بندرد روان مالي کال د دوو ربعو عواید د تیرکال په پرتله دیرش فیصده کم شوی دی.

ښاغلي قوقندي هیله څرګنده کړه چې؛ که په لنډه موده کې د انتخاباتو بهیر پای ته ورسید نو په دغه بندر کې به د سوداګرۍ حجم زیات شي او د عوایدو کچه به هم لوړه شي:

″په خواشینی سره چې د مالي کال په لومړیو دو روبعو کې یي دیرش فیصده عواید کم شوي دي، خو هیله مندي شته چې د انتخاباتو د ستونزو په پای ته رسیدو سره به د سوداګرۍ کچه بیرته لوړه شي.″

د ښاغلي قوقندي په خبره دغه سوداګریز بندر پنځوس کاله مخکې جوړ شوی و چې؛ له پخواني شوروي اتحاد او منځنۍ اسیا هېوادونو سره له دغه بندره په سوداګریزو چارو کې استفاده شوې ده.