د مصرپه سینا ټاپووزمه کې په سړک کې یو ښخ شوی بم د امنیتې ځواکونو پر یوه کاروان چاودلی

د مصر په سینا ټاپووزمه کې په سړک کې یو ښخ شوی بم د امنیتې ځواکونو پر یوه کاروان چاودلی او له امله یي پنځه تنه پولیس وژل شوي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وایي، دا حمله نن د غزې تړانګې او مصر ترمنځ سرحدي ښارګوټې رفحه ته نږدې شوې او دوه نور پولیس په کې ټپیان شوي دي.

اسلامې وسله وال په سینا کې له پوځي عملیاتو سره سره ، فعال دي او په منظم ډول د مصر پر امنیتې ځواکونو حملې کوي.

وسله والو له هغې ورځې راهیسي چې منتخب جمهور رئیس محمد مرسي د پوځ له خوا له واکه لري شوی، خپلو حملو ته زور ورکړي دي.

دوې اوونۍ وړاندې په سینا کې د ورته بمې چاودنې له امله ۱۱ پولیس وژل شوي وو.