د اوکراین جمهوررئیس پيتروپوروشینکو له روس پلویو بیلتون غوښتونکو سره د شخړې د ختمولو په مقصد، د هېواد د ختیځو سیمو لپاره د خاص حالت ورکولو یوه لایحه پارلمان ته وړاندې کړه.
پارلمان نن تائید کړه چې د پوروشینکو لایحه ورته رسیدلې ده.
د دغې لایحې له مخې به بیلتون غوښتونکې په دونیتسک او لوهانسک سیمو کې د دریو کلونو لپاره خپل حکومت جوړ کړي او د روان کال په لومړیو کې به انتخابات وکړي.
د یوې بلې لایحې پر اساس چې هغه هم پارلمان ته د تصویب په مقصد وړاندې شوې، د دونیتسک او لوهانسک سیمو په پیښو کې د دخیلو کسانو پرضد به جنایي تعقیب نه کیږي.
دا لایحې د سپتمبر د پنځمې نیټې د اوربند د موادو یوه برخه ده.
د اوکراین د خیتځ په شخړو کې تراوسه له درې زرو زیات کسان وژل شوي دي.