د افغانستان په لویدیځ کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی دی

ایساف وایي، یو سرتیری یي د افغانستان په لویدیځ کې د هغه کس په ډزو کې وژل شوی، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی وو.

د ایساف له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پیښه تیره ورځ شوې، چې په اړه یې د دوی او افغان چارواکو تحقیقات پیل شوي دي.

ایساف ټینګارکړی چې دا حملې نه شې کولای د دوی او افغانستان پر اړیکو منفي تاثیر وکړي او زیاته یي کړه چې ایساف به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

څه موده وړاندې د کابل په دفاعي پوهنتون کې هم د ملي اردو یوه سرتیري په بهرنیو ځواکونو ډزې وکړې، چې یو لوړ پوړی امریکایي جنرال یی وواژه او څو بهرني سرتیري یې ټپیان کړل.