د سمنګان چارواکي وایي، هغه کسان یې نیولي، چې تیره ورځ یي په مرکز ایبک کې د غلا پرمهال په یوه کورکې مور او ماشوم وژلي وو.
د دې ولایت امنیه قومندان جنرال اکرم بیک ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کسان تیره ورځ په مرکز کې د غلا لپاره یوه کور ته تللي وو، چې هلته له مقاومت سره مخ شول او وروسته یې په ډزو د کور میرمن او یو ماشوم وواژه.
نوموړي زیاته کړه چې؛ نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.