ننګرهار:۷۲ میله سپکې او درندې وسلې د ډایاګ پروسې ته وسپارل شوې

د ننګرهار امنیي قومندانۍ چارواکو ۷۲ میله سپکې او درندې وسلې د ډایاګ یا بې وسلې کولو پروسې ته وسپارلې.

د دې ولایت امنیه قومندان جنرال فضل احمد شیرزاد د یادو وسلو د سپارلو پرمهال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا وسلې یې په تیرو شپږو میاشتو کې د تصفیوي عملیاتو پرمهال ترلاسه کړي دي.

په دغه وسلو کې هاوان، کلاشینکوفونه، تومانچې او یو شمېر نوري سپکې او درندې وسلې شاملي دي.

په ننګرهارکې د ډایاک د پروسې مشر برید جنرال جوهر دولتزي د یادو وسلو د ترلاسه کولو پرمهال ازادۍ راډیو ته وویل، چې په تیر یوه کال ۸۰۰ میله سپکې او درندې وسلې د دننګرهار امنیتي چارواکو د ډایاګ پروسې ته سپارلي دي.