د امریکا پوځ وايي، دوی بغداد ته نژدې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پراهدافو بمبارۍ کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې؛ امریکايي پوځ د عراق پایتخت ته نژدې پر وسله والو برید کوي.
د امریکا مرکزي قومنداني وايي، دوی د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د عراقي ځواکونو د ملاتړلپاره د سینجارسیمه کې او د بغداد په جنوب لویدیځ کې دوه ځلي بمباری کړې دي.
دا هوايي ګوزارونه د هغه ماموریت استازیتوب کوي چې ولسمشربارک اوباما د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد اجازه ورکړې ده.
د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني وايي، په دې هوايي ګوزارونو کې یې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې شپږ موټر او د دوی یوهغه مورچل ویجاړ کړي چې ورڅخه پر عراقي ځواکونو ډزې کولې.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې پرون د دیرشو هېوادونو استازي په پاریس کې پر دې سلا شول چې ددې وسلوالې ډلې سره د مبارزې لپاره به عراق حکومت ته پکار پوځي مرستي برابروي.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې په سوریه او عراق کې ګڼې سیمې ترخپل واک لاندې راوستي دي او د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې د اټکل له مخې له یو دیرش زرو په شااوخوا کې وسله وال لري.