اشرف غني او عبدالله عبدالله نن د ولسمشر کرزي په حضور کې سره ګوري

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د ولسمشر حامد کرزي په حضور کې نن مازدیګر سره وګوري.

د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم غړي طاهر زُهیر ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ په دې کتنه کې به د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد یونس قانون او کریم خلیلي هم ګډون ولري.

هغه هیله وښودله چې، دغه ناستې کې به مهمې پریکړې وشي.

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا هم د دې غونډې جوړلو تایید کړي.

ښاغلي اوریا ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ په دې ناسته کې به د انتخاباتو د پروسې او د هغې له امله په راولاړو شو ستونزو بحثونه وشي.