همدرد: د انتخاباتو د نتیجو تر اعلان وروسته چاته د ګډوډیو د رامنځ ته کولو اجازه نه ورکوو

د پکتیا والي جمعه خان همدرد وایي، د انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته به هیچا ته د ګډوډۍ د رامنځ ته کولو اجازه ورنه کړي.

د ښاغلي همدرد له دفتره نن په خپره شوې؛ خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هیڅوک په هیواد کې د کړکیچ د رامنځ ته کېدو وس نه لري.

ښاغلي همدرد ویلي، د انتخاباتو د تفتیش پروسه شفافه وه او هغه ادعاوې بې بنسټه دي؛ چې ویل کیږي، په انتخاباتو کې مهندسي شوې درغلۍ شوي دي.

له دې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور ویلي وو؛ چې د انتخاباتو نتیجه ورته د منلو نه ده او د اعلان په صورت کې به یې شنه او نارنجي حرکتونه وکړي.