خامنه يي د داعش ډلې پرضد د مبارزې لپاره د امریکا د همکارۍ غوښتنه رد کړه

د ایران ستر مذهبي مشر "ایت الله علي خامنه یي" وايي چې، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره یې د امریکا له خوا د همکارۍ غوښتنه رد کړې ده.

د خامنه يي دا ادعا نن له روغتونه خپره شوې خو واشنګټن تر دې پخوا د داعش پر ضد په نړیوال ایتلاف کې د ایران او سوریې د ګډون شدید مخالفت کړی دی.

نن د ایران د بهرنیوچارو وزیر هم په پاریس کې د نړیوال کنفرانس په اړه په تمسخر ویلي چې؛ د اسلامي دولت په نوم د وسله والو ډله په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت له همکارۍ پرته نه شي ځپل کیدلاي.