د غیر قانوني کډوالویوه بیړۍ چې له افریقا څخه اروپا ته روانه وه؛ پرون د مدیترانې په اوبو کې ډوبه شوې او ګڼ شمیر کسان په کې مړه شوي دي.
بیړۍ پرون د لیبیا د سواحلو په اتلس کیلومترۍ کې ډوبه شوې ده.
د لیبیا سرحدي ساتونکو نن وویل چې؛ یوازې شپږدیرش تنه ژغورل شوي؛ خو په بیړۍ کې غالبا دوه نیم سوه کسان سپاره وو چې؛ ښايي ټول مړه شوي وي.
د لیبیا پولیسو ویلي چې؛ د ژغورنې عملیات روان دي.