د پنجاب په مظفرګړ کې د یوۍ کښتۍ د ډوبېدو له امله د زوم په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي

د پنجاب په مظفر ګړ سیمه کې پرون د ژغورنې یوه بیړۍ چې د یوه زوم، ناوي او کوچنیانو په ګډون د یوه واده میلمانه په کې سپاره وو؛ ډوبه شوه او یوولس تنه په کې مړه شول.

په پيښه کې ناوې ژوندۍ پاتې شوي او پاکستاني مطبوعاتو ته یې ویلي چې؛ ځان یې د بریښنا په یوې ستنې پورې ټینګ کړی و.

دوه ویشت تنه نور هم ژغورل شوي او د ورکولو شویو کسانو لټون دوام لري.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په دې پيښې خواشیني څرګنده کړې ده.