د کابل د استیناف محکمې د پغمان د پېښې د مجرمینو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه

د کابل د استیناف محکمې په پغمان ولسوالۍ کې د جنسي تیري او غلا په تور د ۷ کسانو له ډلې پنځه تنه يې په اعدام او دوه نور يې د کافي شواهدو د نشتون له امله په شلو شلو کالو بند محکوم کړل.

په دې محکمه کې موظف قاضي وویل؛ چې دغه کسان کولای شي، د بلې محاکمې غوښتنې هم وکړي.

تر دې مخکې د کابل ابتدایه محکمي دغه اوه تنه په اعدام محکوم کړي وو.

دغو کسانو شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د پغمان په ده عربان سیمه کې د یوې کورنۍ موټر چې له واده نه د ستنېدو په حال کې وو؛ ودراوه، د ښځو ګاڼې یې په زور واخیستې او له ښځو سره یې ناوړه چلند وکړ.

پولیس ویلي چې، په دې پیښه کې د درېیو نورو تورنو کسانو په لټه کې هم دي چې؛ ژر ترژره به ونیول شي.