د افغانستان دفاع وزارت وایي چې؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یو شمیر تصفیوي عملیاتو په لړ کې د دوه پاکستاني وسله والو په ګډون ۲۱ تنه مخالفان وژل شوې او ۱۴ نور ټپیان دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې؛ یاد عملیات په غزني، زابل او هلمند کې ترسره شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې ۴۰ حلقې ماینونه او نورې وسلې نیولې دي.
دفاع وزارت همدارنګه وایي چې؛ د عملیاتو پرمهال د سړک غاړي د یوې چاودنې له امله د ملي اوردو ۴ منسوبین هم وژل شوې دي.