د پاکستان په ټل کې وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی

پاکستاني چارواکي وايي، شپږو وسله والوکسانو نن د شمالي وزیرستان د ټل په سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته حمله کړې او یو پولیس یې وژل دی.

چارواکي وايي چې، یو بل پاکستانی پولیس په ټل کې په انتحاري حمله کې وژل شوی دی.

په دېره اسمعیل خان کې هم وسله والو د پولیسو د ماموریت د مشر پر کور حمله کړې او د هغه دوه وروڼه یې وژلي دی.

د دېره اسمعیل خان د پولیسو مشر صادق بلوچ ویلي چې؛ پرون په همدې سیمه کې په پوځي عملیاتو کې یو وسله وال وژل شوی و او وسله والو کسانو نننۍ حمله د غچ اخیستلو لپاره کړې وه.

د پاکستان پوځ وايي چې، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پيل راهیسې؛ د جون نهمه د القاعده او نورو افراطي ډلو زر تنه وسله وال وژل شوي دي.